په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عراق کړکېچ او د نړیوالو اندېښنې

په عراق کې سني جنګیالي د پلازمېنې بغداد په ۶۰ کیتومترۍ کې له حکومتي ځواکونو سره په سختو کې ښکېل دي.

په همدې وخت کې د دغه هېواد د یوالي په اړه اندېښنې نورې هم ډېرې شوې دي.

د عراق د کردستان لومړي وزیر، بي بي سي ته ويلي ګومان نه کوي چې هېواد یې دې يو موټی پاتې شي.

دا هم تایید شوې چې امریکا له ایران سره، د عراق پر همدې کړکېچ پر خبرو بوخته ده.