په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې ماشوم او د کورنۍ مسئولیت

سخت دریځه اسلام پالې ډلې داعش نه یوازې په عراق کې خپل شتون جوت کړی بلکې سوریه کې هم د واکمن نظام پر وړاندې یوه پیاوړې جنګېدونکی ځواک دی.

د حکومت او یاغیانو تر منځ، د تېرو دریو کلونو جګړې د سوریې یو تاریخي ښار، حلب، پوره ویجاړ کړی دی.

د بي بي سي خبریال جېریمې بوین یو لومړنی بهرنی ژورنالست دی چې د حکومت تر واک لاندې دې سیمې ته ورغلی دی.