په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عراق واکمن ګوند وايي نړۍ ورته شا کړې

د عراق لومړي وزير نور المالکي ګوند بي بي سي ته ويلي د دغه هېواد مشران په داسې حال کې چې د سني جنګياليو پروړاندې جګړه کې ښکېل دي، احساسوي چې نړيوالې ټولنې ورته شا کړې ده.

د امريکا ولسمشر بابارک اوباما لا تر اوسه دغه روان کړکېچ ته د خپل هېواد پر شوني ځواب غور کوي.