په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له شمالي وزیرستانه خلک په وتلو دي

له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه شمالي وزيرستانه زرګونه وګړي په وتلو دي چې د پاکستان پوځ په کې د اورپکو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړی دي.

ځينې کورنۍ وايي د پاکستان حکومت خوندي ځايونو ته د دوی په رسولو کې هېڅ مرسته نه کوي.

ډېرو يې ورڅېرمه بنو ته پنا وړې چې ځايي حکومت په کې لنډمهالي پنډغالي جوړ کړي دي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.