په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فوټبال اتلولیو بنګله دېشیانو ته هم ګټه کړې

په برازيل کې د فوټبال نړيواله اتلولي د نړۍ لروبر ډېرو لپاره د بخت فعاليت دی.

په بنګله دېش کې هم د کاليو جوړلو صنعتکارانو له صادراتي غوښتنو لږترلږه ۵۰۰ ميليون ډالره ګټه کړې ده.

دوی د نړۍ لروبر د فوټبال مينه والو لپاره د نړيوالې اتلولۍ توکي جوړ کړي دي.

د توکو جوړولو دغه نوې غوښتنې په داسې وخت کې شوې، چې د بنګله دېش کاليو جوړلو صنعت له يو لړ ناورينونو وروسته له کړکېچ سره مخامخ و.