په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چین او بریتانیا تر منځ د سوداګرۍ ارزښت

دا تېره اوونۍ د چين لومړي وزير لي که چيانګ بریتانيا ته د خپل سفر پر مهال له خپل کوربه سيال ډېوېډ کامرون سره وکتل.

له اټکل سره سم سوداګري او پانګونه د دواړو مشرانو د کتنې اجنډا د سر موضوع وه.

تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۷۰ میليارډ ډالرو ته رسېدلې وه، او بېجينګ وايي اټکل کوي دغه شمېر سږکال نويو هسکو ته ورسېږي.

په دې راپور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ارزښت ته کتنه شوې ده.