په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د الجزیرې خبریالانو ته د اوه کلن بند سزا

د الجزیرې ټلویزیون درې کارکوونکي، مصرۍ محکمې د هغه څه له امله پړه پېژندلي چې د مصري څارنوالانو د ادعا له مخې یې، له ترهګرې ډله، مانا اخوان المسلمین سره مرسته کوله.

د اسټرالیايي پیټر ګرېستې، مصري محمد فهمي او باحر مهمد قضیې نړیوال پام ځان ته را واړاوه، او غصه یې را وپاروله.

دوی درې واړه تېر دسمبر میاشت ونیول شول.