په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له کمیسیون سره پرېکون سیاسي مشروعیت زیانمنوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو دڅیړنې پرمهال داسې الزامت نشته چې د دواړو کاندید استازی دې حتما حاضر وي. خو وايي، حضور یې مهم دی. د شکایتونو کمیسیون پرداسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د ولسمشرۍ یوه کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمیسیونو سره پریکون لا هم دوام لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر، ستار سعادت له بي بي سي په خبرو کې وویل، که د ټاکنو له بهیر سره د یوه کاندید د پرېکون په صورت کې وروستۍ پایلې اعلان شي، د راتلونکي نظام حقوقي مشروعیت ته ډیر زیان نه شي رسولی خو وايي، سیاسي مشروعیت ته یې زیان رسیږي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له هغه سره مرکه او په سر کې ترې پوښتلي، چې دوی به کله خپلې فیصلې ټاکنو کمیسیون ته سپاري.