په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکرایین له اروپا سره "تاریخي" تړون لاسلیک کړ

د روسیې درو ګاونډیو هېوادونو د لا نژدې اقتصادي او سیاسي اړیکو لپاره له اروپا سره یو تاریخي تړون لاسلیک کړ خو روسیه پرې نه ده خوشاله.

روسیه وايي له دې امله به اوکرایین، مالدووا او ګورجستان له خطرناکو پایلو سره مخامخ شي.

دا تړون دغو درو هېوادونو ته د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ زون ته اجازه ورکوي او پر دوی د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ټینګار کوي.

خو داسې وېره شته چې دا ګام به نورې ستونزې وزېږوي.

جزییات په دې رپوټ کې چې حمید شجاع یې وړاندې کوي.