په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نورستانی: لومړنۍ پایلې دوشنبه اعلانوو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به راتلونکې دوشنبه اعلانوي.

د دغه کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني په کابل کې خبريالانو ته وويل د لومړنيو پايلو اعلانولو ځنډ، په ټاکنو کې د روڼوالي داډمنولو لپاره راغلی دی.

پر همدې مهال د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون وايي، د لومړینو پایلو د اعلان ځنډول د قانون خلاف دي.