په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ابوبکر البغدادي د نړۍ له مسلمانانو مرسته غوښتې

د داعش توندلارې ډلې مشر پر مسلمانانو غږ کړی چې عراق او سوريې ته سفر وکړي، او د اسلامي دولت په جوړلو کې ورسره مرسته وکړي.

له هغه راهيسې چې داعش د دغو دواړو هېوادونو ډېرې برخې نيولې، دا لومړی ځل دی چې ابوبکر البغدادي دا خبرې کوي.

ده پر نورو ډلو غږ کړی چې وسلې پر مځکه کېږدي او داعش ته د وفادارۍ اعلان وکړي.