په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له بندیز سره سره مې د موسیقۍ شوق تازه ساتلی"

شمالي وزیرستان کې ډېر هنرمندان شته چې له بندیز سره سره نه غواړي له موسیقۍ لاس واخلي.

له دې ډله نه ځینو یې خپل سیمه پريښوده خو خپل شوق نه. همداسې یو تن چې یوناني ډاکټر هم دی خالد اقبال دی.

نوموړی چې په میرانشاه کې د لږکیو د تنظم مشر هم دی اوس مهال په شمالي وزیرستان کې د جګړو له امله په بنو کې په یوه دولتي ښوونځي کې ژوند کوي.

له ډاکټر خالد اقبال سره متین سمسور مرکه کړې چې په یوې مزمزمې پیلېږي.