په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کونډې زوی په یوه بله بڼه

په افغانستان کې یو شمېر فلم جوړونکو هڅه پيل کړې چې یو پخوانی مشهور ټلويزيوني سریال په نوې بڼه راژوندی کړي.

د کونډې زوی په نامه دغه سريال په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د افغانستان پر ملي ټلویزیون خپور شوی او ډېر مینه وال یې موندلي وو.

ګوتنیوونکي يې وايي نوې بڼه یې ښايي د ډېرو پخوانۍ تنده ماته نه کړي خو جوړونکي يې بيا باوري دي له دې سره به بیا پر کور دننه د سریالونو جوړولو دود وغوړېږي.

اوس مهال د افغان تلویزیونونو ډرامايي توليد خورا کم او تر ډېره بهرني سریالونه ژباړي او وړاندې کوي.

کریم حیدري له کابله رپوټ لري