په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فلسطیني زلمي جنازه ځنډول شوې ده

  • 3 جولای 2014 - 12 چنګاښ 1393

د فلسطيني زلمي محمد ابو خدير جنازه چې په بيت المقدس کې وژل شوی و، په داسې حال کې ځنډول شوې، چې کورنۍ يې د مړي ورسپارلو ته انتظار کوي.

باور دی مرګ يې د دريو اسرائيلي زلميو د وژنې په غچ کې شوی وي. تېره شپه پر غزه تړانګه يو لړ هوايي بریدونه شوي، چې لږ ترلږه ۱۰ فلسطينیان په کې ټپيان شوي دي.

اسرائيل وايي دغه ګوزارونه له غزې نه د توغنديزو بريدونو ځواب و، چې د اسرائيلو پر سېدروت ښار ورپرېوتي وو.

جزییات په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.