په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له امريکا د الوتنو امنيتي تدبيرونه کلک شوي دي

3 جولای 2014 - 12 چنګاښ 1393 د خپرېدو نیټه 14:30 گرینویچ

وروسته له هغه چې امريکا د القاعدې له لوري د باوري ګواښ خبرداری ورکړ، د دغه هېواد هغو هوايي ډګرونو کې چې مخامخ الوتنې ورته کېږي، امنيتي تدبيرونه ټینګ شوي دي.

د کتنو دغو کلکو تدبيرونو له امله کېدی شي د اروپا، افريقا او منځني ختيځ لروبر هوايي ډګرونو نه الوتنې اغېزمنې شي.

داسې اندېښنې په زياتېدو دي، چې په سوريه او يمن کې جهادي شبکې داسې پېچلې الې جوړوي چې څار او موندنه يې سخته ده.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.