په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ولایتي شوراګانو ټاکنیز شکایتونه څیړل شوي"

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې د ولایتي شوراګانو ټاکنې تر ډېره د ولسمشرۍ د دویم پړوا ټاکنو تر اغیز لاندې راغلې دي او له همدې امله یې د وروستیو پایلون اعلان ځنډیدلی دی.

ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړې وو، چې له دې ډلې یې شاوخوا ۳۰۰ تنه میرمنې وي.

د لومړنیو پایلو د اعلان له مخې، ۴۵۸ نارینه او ۹۷ تنه میرمنې په دغو ټاکنو کې بریالۍ اعلان شوې دي.

په دغو ټاکنو کې هم د ولسمشرۍ د ټاکنو په څیر په پراخه کچه د درغلیو ادعاوې شوې او آن د ولایتي شورا ځینو کاندیدانو خو د اعتراض په ډول په کابل خیمې هم وهلې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د ورسېدلو شکایتونو پر بنسټ یې په ډېرو ولایتونو کې رایې پاڼې له سره شمېرلې دي.

په کابل کې حفیظ الله معروف د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له ویاند نادر محسیني سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې په کومو ولایتونو کې له سره د رایو شمېرل پاتې دي؟