لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (7.7 میګابایټ)

د عبدالله د بري ادعا حالات کوم لور ته بیایي؟

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله د افغانستان په ناندرييزو ولسمشريزو ټاکنو کې خپل برى اعلان کړ.

خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري په اعلان شويو لومړنيو پايلو کې د نوموړي سيال اشرف غني احمدزى ترې وړاندې دى.

ښاغلى عبدالله د لومړنيو پايلو اعلان د ځان په وړاندې يوه کودتا بولي او وايي چې د درغلۍ په مټ جوړ شوى حکومت به هېڅ کله و نه مني.

نوموړي وويل، پلويان يې تمه لري چې دى خپل حکومت اعلان کړي خو نوموړي په دې تړاو د وروستۍ پرېکړې لپاره د نور وخت غوښتنه وکړه.

خو د ښاغلي عبدالله دا څرگندونې د افغانستان حالات کوم لور ته بېولى شي؟

دا پوښتنه زموږ همکار يما بارز په يوۀ لنډ بحث کې د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر او جرمني مېشت ژورناليست او د سياسي چارو څېړونکي نجيب الله شفقيار سره څېړلې.