په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالله عبدالله ادعا کړې چې د ټاکنو ګتونکی دی

د افغان ولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله ادعا کړې چې د ټاکنو ګتونکی همدی دی.

ښاغلي عبدالله دا خبرې کابل کې د لويې جرګې خېمه کې خپلو پلویانو ته کولې.

ده دا خبرې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د پايلو اعلان ته په غبرګون کې کولې، چې له خپل سيال اشرف غني احمدزي نه يې رايې څه د پاسه يو ميليون کمې دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کېري ويلي هر ډول داسې هڅه چې له مخې يې په ناقانونه ډول په افغانستان کې پر واګو منګولې لګول کېږي، واشنګټن به یې له امله خپلې مرستې بندوي.

بلال سروري له کابله نور جزییات لري