په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ميرانشا کې د افغان طالبانو موندل شوي ليکونه

پاکستاني پوځ یو شمېر خبریالان د شمالي وزیرستان اصلي ښارګوټي مېرانشا ته ور وستي و چې په دغه قبایلي سیمه کې د اورپکو پر ضد د پیل کړو عملیاتو پرمختګ ور وښيي. د خبریالانو په ډله کې د بي بي سي د اردو څانګې هارون رشید هم و چې په مېرانشاه کې یې ځینې داسې لیکونه موندلي دي چې په دغه ځای کې د حقاني شبکې د جنګیاليو شته والی څرګندوي. هارون رشید وايي چې په دغو لیکونو کې څه ویل شوي.