لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (22 میګابایټ)

پیلوزی ادبي پروګرام

12 جولای 2014 - 21 چنګاښ 1393 د خپرېدو نیټه 08:29 گرینویچ

د مسافرۍ ستونزې او تشې زموږ په کلاسیک ادب کې شته، د مقاومت په ادب کې هم لیدل کیږي، په ټپو کې پریمانه دي، او خپله د مسافرو شعرونه هم ترې لبریز دي، او اوس خو سندرغاړې هم د مسافرو د زړونو سوی غږ د پخوا په پرتله ډیر انځوروي، نو ځکه مو د پیلوزي نني بحث د مسافر په نوم کړی دی.

میلمانه یې دوه تنه کره کتونکي شاعران احسان الله درمل او طایر ځلاند دي، او د بحث کوربه مصطفی سالک دی.

لاهم له سفر او مسافرو سره پاتې کیږي ډاکټر خالد په وزیرستان کې د عیسايي لږکي، وګړی او یو خوږژبې شوقي سندغاړې و، چې د خپلې مرۍ په کوډو یې د یارانو دوستانو محفلونو ته افسانوي ښکلا بښله.

خو د پاکستاني پوځ عملیاتو ښاغلی خالد هم اړ کړی چې د سفر موزې په پښو کړي او د پښتونخوا بلې سیمې بنو ته کډه وکړي، له دغه هنرمند سره زموږ همکار متین سمسور د زړه خواله کړي دي، چې په پیل کې یې سندرغاړې په خپلې محبوبي د جانان کلیمه بیا وايي.

اوس یمن ته ځو خو هلته د مسافرو سره د زړه خواله نه کوو بلکې صوفیانه موسیقي اورو.

د یمن پر دودیزې صوفي ټولنې تر ډېره د صوفیانه فضا د کال د نورو میاشتو په پرتله د روژې په میاشت کې ډېره خپرېږي. هلته د صوفیانو بېلابېلې طریقې دي، چې هره یوه یې په محفلونو کې مینه والو ته مدحيه شعرونه زمزمه کوي.

ځینې صوفیان له خپلو مدحيه شعرونو سره د مینه والو د ورماتولو په پلمه موزیک هم ملګری کوي، هو صوفیان د هر مناسبت لپاره بېل شعرونه او قالبونه لري.

له هدایت الله همیم سره به موږ هم دغو صوفیانه بنډارونو ته ورشو.