په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"وکیلانو ته د امنیتازاتو قانون باید رد شي"

  • 12 جولای 2014 - 21 چنګاښ 1393
Image caption د کابل پوهنتون استاد او قانونپوه ودیر ساپی

د افغانستان ولسي جرگې د خپلو غړو د خونديتوب او امتيازاتو د قانون طرحه تصويب کړه.

دغه قانون د رايو په اکثريت تصويب شو خو يو شمېر وکیلانو يې مخالفت هم وکړ.

دا لومړى ځل دى چې ولسي جرگه په دومره اسانۍ سره يو قانون تصويبوي.

په قانون کې د ولسي جرگې د غړو د کار تر پاي ته رسېدا وروسته د هغوى د امنيت او مالي امتيازاتو په اړه نوي مادې زیاتې شوې دي.

متین سمسور د کابل پوهنتون له استاد او قانونپوه ودیر ساپي سره په دې هکله مرکه کړې ده.