په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پکتیکا ولس لا هم د وژل شوو خپلوانو ویر کوي

د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې نن هم د يو شمېر هغو کسانو مړي خاورو ته سپارل کېدل چې پرون په يوه ځانمرگي بريد کې ووژل شول.

بريد د گڼې گوڼې په يوه ډک بازار کې وشو، چې لسگونه کسان يې ووژل خو چا يې پړه تر اوسه نه ده منلې.

چارواکي طالبان گرم بولي او وايي دغه ډول بريدونه همدوى کوي.

اسماعيل مياخيل رپوټ لري.