په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

محمود خان اڅکزى: اسلام آباد او کابل بايد همغږي شي

مخکښ پښتون ملتپالى سياستوال محمود خان اڅکزى وايي پاکستان بايد د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي.

د ښاغلي اڅکزي په وينا، په سيمه کې د روان کړکېچ حل د کابل او اسلام اباد له همکارۍ پرته ناشونى دى.

له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په مرکه کې دوى دا هم وويل چې د پښتنو د نوم بدلولو هڅې روانې دي.

له محمود خان اڅکزي سره سپين تڼي خبرې وکړې.