اسرائیلو پر غزې ځمکنی برید وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption عیني شاهدان وايي چې شاوخوا لس ټانکونه له اسرایيله د غزې خاورې ته اوښتي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، په غزه تراډه کې د وسله والو پرضد د پراخ ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶۴ فلسطینیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، د اسرائیلو په تازه برید کې د غزې شمال کې درې ماشومان وژل شوي.

له تېرې شپې راهیسې پر غزې د اسرائیلو ځمکنیو بریدونو کې له زرغره والو ټانکونو، پیاده او توپخانې ګټه اخیستل شوې ده.

د رپوټونو تر مخه د اسرایيل پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي.

د اسرایيل لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو ویلي له دغو عملیاتو یې موخه د هغو بنسټونو له منځه وړل دي چې پر اسرایيل راکټي بریدونه کوي.

عیني شاهدان وايي چې شاوخوا لس ټانکونه له اسرایيله د غزې خاورې ته اوښتي.

ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې په وروستیو کې اسرایيلي ځواکونو د غزې یو روغتون په نښه کړی چې شاوخوا درې کسان په کې وژل شوي هم دي.

د اسرایيل د دفاع وزارت ویلي له وروستیو عملیاتو یې هدف د اسرایيلي وګړو خوندیتوب دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په اسراییل غږ کړی چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

د حماس ډلې یو ویاند ویلي ځمکني عملیات به خونړي او ناوړه عواقب ولري.

خو بل اړخ ته د اسرایيلي حکومت ویاند مارک ریګېف بیا ویلي چې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو پرېکړه یې وروسته له هغې کړې چې حماس ډلې څو وار د اسرایلي حکومت له خوا د اوربند وړاندیزونه رد کړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption اسرائیلو پر غزې برید کې رڼا اچوونکي توغندي ویشتلي
د انځور حقوق AP
Image caption دغو بریدونو بیا د غزې وګړي کډه کولو ته اړ کړي دي
د انځور حقوق AFP
Image caption ډاکټران وايي، د غزې پر ختیځ د اسرائیلو بمبارۍ ۱۵ کسان وژلي

په تېرو څو ورځو کې پر غزې د اسرایيلي ځواکونو د بمبارۍ او بریدونو له امله شاوخوا ۲۳۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ولسي وګړي دي.

ورته مطالب