په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر غزې د بریدونو تازه څپه

په غزې کې جگړه توده شوې ده. د ټانکونو او جنگي الوتکو په بدرگه اسرایيلي سرتېري غزې ته ننوتي دي.

٢٤ فلسطينيان تر اوسه په دغو عملياتو کې وژل شوي چې د پنجشنبې په شپه پيل شول. په وژل شويو کې درې ماشومان هم شامل دي.

يو اسراييلی عسکر هم وژل شوى دی. دوى وايي له پولې سره د حماس تونلونه په نښه کوي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې حمید شجاع یې وړاندې کوي.