په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ماليزيايي الوتکه چا نسکوره کړه؟

په اوکرایین کې د مالیزیا د لوېدلې الوتکې خبر په ټوله نړۍ کې خپور شوی. په الوتکه کې ناست ۲۹۸ کسه ټول وژل شوي.

د هالند لومړی وزیر یو له هغو مشرانو دی چې په سملاسي توګه یې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې. د اوکرایین حکومت وایي د دې شواهد لري چې الوتکه د روسي بیلتون پالو له خوا ویشتل شوې ده. خو په مسکو کې ولسمشر پوتین ټوله پړه پر اوکرایین ور اچولې.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ایمل پسرلی یې وړاندې کوي.