په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغاني فابریکو لویه ستونزه څه ده؟

په تېره څه د پاسه يوه لسيزه کې د امريکا په مشرۍ نړيوالې ټولنې د افغانستان د رغونې او د اقتصاد په پښو درولو لپاره په لسګونه ملیارډ ډالر لګولي، خو د دغه هېواد اقتصاد لا تر اوسه هم په پراخ ډول وارداتي دی، او ډېر کم صادرات لري.

د اقتصادي ثبات لپاره د دغه انډول ساتل اړين دي، او د صادراتو زياتوالي لپاره د ځايي صنعت او توليد غوړولو غږونه ډېر کېږي، خو يوه لويه ستونزه د برېښنا کمي ده.

د نړيوال بانک په وينا برېښنا ته د افغانانو لاسرسی د نړۍ تر ټولو ټيټه کچه کې راځي.

له دې ستونزو سره سره بيا هم د افغانستان بېلابېلو برخو کې د کاروبارونو د پيلولو هڅې کېږي.

ازاد خبريال سيد عبدالله نظامي د ننګرهار کامه کې يوې فابريکي ته ورغلی چې څښتن يې په خپله پانګونه جوړه کړې ده.