په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زانزېبار دوديزو اسلامي بانکونو غوړېدا

د تانزانيا په زانزېبار کې دوديز بانکونه د مالي توليداتو او داسې خدمتونو لپاره په یوه غوړېدونکي بازار بدلېږي، چې له اسلامي شريعت سره سمون خوري.

دغه ټاپو د تانزانيا نيمه خپلواکه سيمه ده او ګڼ شمېر استوګن يې مسلمانان دي.

خو له دغو بانکونو داسې غوښتنې هم کېږي چې همدې مسلمانانو او هم نامسلمانو خلکو ته دې له شريعت سره سم توليدات برابر کړي.