په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"زمبابوې لوبډلې ته ماتې، لویه بریا ده"

په زمبابوې کې د روانو یو ورځنیو کرېکټ سیالیو په دریمه لوبه کې افغان کرېکټ لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په دوه وېکټو ماته ورکړه.

زمبابوې په وروستیو اورونو کې د تېزو منډو پر مټ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سر ۲۶۱ منډې وکړې، او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبغاړو په زړه پورې لوبې پور کړ.

تر دې وړاندې د دغو سیالیو په لړ کې دوه لوبې زمبابوې ګټلې وې.

ابراهیم امیري د دې لوبو په اړه د افغانستان د کرېکټ لوبډلې له منیجر شفیق الله ستانکزي سره مرکه کړې چې دلته یې اورئ.