په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فضايي گرځندوى

که د رخصتيو داسې ځايونو پسې ګرځئ چې له دې نړۍ بهر وي، نو ډېر ژر به يې د موندلو امکان ولرلی شئ. فضايی سيلاني داسې ښکاري چې په څو کلونو کې به شونې شي، او په بريتانيا کې يو شمېر سيمې په دې کې سره سيالي کوي چې د توغېدا خپل ځايونه جوړ کړي. د بي بي سي د ساينسي چارو خبريال پلب ګوش يې سپړي.