په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"اسراييلو ښايي جنګي جرمونه ترسره کړي وي"

د ملګريو ملتونو بشري حقونو مشره ناوي پېلې وايي دا امکان شته چې اسرائيلو کېدی شي په غزه کې جنګي جرمونه ترسره کړي وي. دې د اسرائيلو دې ادعاوو په اړه شکونه څرګند کړل چې وايي د ملکيانو خونديتوب په اړه يې ټول احتياطي تدبيرونه نیولي وو. په همدې وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په اسرائيلو کې دی او يوه اوربند ته د رسېدو لپاره يې خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي.