په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځوان پيلوټ ریکارډ ټینګاوه خو سمندر ته ولوېد

يو زلموټی پيلوټ چې د نړۍ چاپېر يې د الوتنې ريکارډ جوړولو هڅه کوله، په ارام سمندر کې په لوېدو مړ شوی دی.

د حارث سليمان الوتکه لږ څه وروسته له هغه ولوېده چې د امريکا له سموا نه والوته.

ژغورونکي يې د پلار لټون کوي چې له خپل زوی سره په دې الوتنه کې ملګری و.

دوى په پاکستان کې د ښوونځيو لپاره پيسې ټولولې.