په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نایجیریا سل کلنې لوړې ژورې

د نايجېريا پر جوړېدا يوه پېړۍ اوښتې.

برتانويانو په ١٩١٤ کال کې د دغه هېواد شمال او جنوب سره يو ځاى کړل.

لاگوس هغه لومړنى ځاى و چې برتانوي نيواکگر په کې کښته شول او سيمه يې پسې ونيوله.

د بي بي سي په دې راپور کې د دغه هېواد تاريخي لوړو ژورو او بدلېدونکې ټولنې کتنه شوې ده.