په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لومړۍ نړيوالې جګړې د پيل سليزه

دوشنبه (د جولای ۲۸ مه) د لومړۍ نړيوالې جګړې د پیلېدو سل کاله پوره کېږي.

دغه جنګ، چي اصلي ډګر يې اروپا و، نړۍ يې پر دوو برخو سره ووېشله او بې سارې مرګژوبله او ويجاړي يې رامنځته کړه.

افغانستان، که څه هم د جګړې له اصلي ډګره ليري و، خو د جګړې د اصلي لوبغاړو د پام مرکز جوړ و.

د دغي نړيوالي جګړې له پيل نژدې يو کال وروسته، ناڅاپه افغانستان ته د جرمني يو پلاوی ورسېد چي امير حبيب الله خان د برتانيا مخالفت ته وهڅوي.

کابل ته د پلاوي دغه سفر برتانيا وارخطا کړه چې بيا کابل ورسره د جګړې په اړه د دواړو خواوو د سياسي فعاليتونو مرکز وګرځېد.

خو په جګړه کي د افغانستان رول څومره مهم و؟ داود اعظمي ورته په دې رپورټ کې کتنه کړې ده.