په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فلسطين کې د اختر لومړۍ ورځ

په فلسطين کې هم نن د اختر لومړۍ ورځ وه، خو د غزې اوسېدونکي چې په دې تېرو څو ورځو کې له جګړې رنځېدلي، نن بيا له يو څه ارامۍ برخمن وو.

که څه هم د اسرائيلو او فلسطيني جنګيالو دواړو له لوري خال خال بريدونه شوی دي.

دواړو خواوو د ملګريو ملتونو امنيت شورا پر دې غوښتنه نيوکې کړې چې سملاسي او بې له کومه شرطه اوربند غږ یې په کې کړی و.