په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر غزې درنه بمباري

په غزه کې د اختر لومړۍ شپه خورا مرګونې تېره شوې، چې شپېته تنه فلسطینیان په کې وژل شوي دي.

لس تنه اسرائيلي سرتېري د دوشنبې پر ورځ وژل شوي دي.

پنځه تنه يې هغه مهال وژل شوي، چې حماس جنګیالي د يو تونل له لارې اسرائيلو ته ورننوتلي وو.

د وينې تويونې دغو پېښو په ترڅ کې، د خبرو او اوربند لپاره هم هلې ځلې کېږي.