په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حشمت کرزی ووژل شو

د افغان ولسمشر حامد کرزي د اکا زوى او په کندهار کې پياوړى قومي مشر حشمت خان کرزى نن (سې شنبه، د جولای ۲۹مه) په خپل کور کې يوه ځانمرگي بريدګر وواژه.

چارواکي وايي د اختر مبارکۍ په پلمه ورغلي ځانمرگي په پټکي کې پټ کړي چاودېدونکي توکي د روغبړ پر وخت چولي وو.

حشمت کرزي په دې وروستيو کې د کندهار ولايتي شورا ټاکنې گټلې وې او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني کلک ملاتړى و.

ولسمشر کرزي دغه پېښه په کلکه غندلې، او په خپله وينا يې له افغان غمېزې خپله کورنۍ بېله نه ده بللې.

له کندهاره د مامون دراني راپور