په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزه کې د م م پر ښوونځي د اسرائيلو بريد

اسرائيلو په غزه کې د ملګریو ملتونو پر يوه ښوونځي بريد کړی، چې څه د پاسه درې زره فلسطینیانو په کې پنا اخيستې ده.

په پېښه کې لږترلږه ۱۹ کسان وژل شوي، او ۹۰ نور ټپيان شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي پر دغه ښوونځي له کوم خبرداري پرته څو وراه بريد شوی دی.

اسرائيلو ويلي د دې پېښې پلټنه کوي، او پر حماس يې تور لګولی چې له ښوونځيو د توغنديو ويشتلو او زېرمه کولو کار اخلي.