په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې د ماشومانو کړاو

په سوريه کې جګړه اوس خپل څلورم کال ته ننوتلې، او فکر کېږي چې شاوخوا ۱۵۰ زره خلک په کې وژل شوي وي.

په ميليونونو نور د خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي. خو هغوی هم چې ترشا په سوريه کې پاتې شوي رنځېږي.

د بي بي سي مشره نړيواله خبرياله لېزدوسېت د دغه هېواد څو ښارونو ته تللې او له يو شمېر ماشومانو سره یې کتلي، او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.