د غزې کړکېچ او د فلسطینیانو اختر

  • 29 جولای 2014 - 07 زمری 1393

د غزنې اوسېدونکي په داسې حال کې کوچنی اختر لمانځي، چې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې پرې د اسرائیلو بمبارۍ او بریدونه روان دي. د دواړو غاړو له لوري بریدونو د اختر خوښۍ په خلکو زهر کړې، خو لاهم د اوربند هڅې بې پایلې دي. په غزه کې اسرائیلي بریدونو تر زرو ډېر فلسطینیان ووژل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د غزې زیاترو اوسېدونکو، چې د اسرائیلو د بریدونو له وېرې د ملګرو ملتونو تر ساتنې لاندې مدرستو ته تللي، د اختر لمونځ وکړ. دغه مدرسه د غزې ښار په شمالي جبالیا سیمه کې پرته ده.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه ماشومان چې کورنۍ یې له وېرې له خپلو کورونو وتلې، اختر یې د جبالیا په دې مدرسه کې ولمانځه.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د غزې په سوېلي رفح ښار کې فاروق جومات، چې تېره اونۍ اسرائیلي بریدونو په نښه کړ، ډېر زیانمن شوی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بقعا په کمپ کې هم فلسطینیان خوندي نه دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې د ملګرو ملتونو په یوه مدرسه کې یو ماشوم.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لوېدیځه تراډه کې فلسطینیان له هغه دېوال سره نژدې د اختر لمونځ کوي، چې له اسرائیلو سره د مانع په توګه جوړ شوی، دوی د اسرائیلو د بریدونو بندېدل غواړي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ هم فلسطینیانو د اسرائیلي بریدونو پرضد لاریون وکړ
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فلسطینیان له خپل ملي بیرغ سره.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو فلسطینی لاریون کوونکی د لوېدیځې تراډې په بیلین سیمه کې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لوېدیځې تراډې بیت لحم ته څېرمه په یوه کمپ کې فلسطیني ماشومانو د فلسطیني ماشومانو پر وژل کېدو لاریون کړی. د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو څلورمه هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو ټيټ دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فلسطیني لاریون کوونکي امان ښار ته څېرمه په بقعا کمپ کې د اختر پر لومړۍ ورځ.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د غزې زیاترو اوسېدونکو کوچنی اختر د ملګرو ملتونو په مدرسه کې تېر کړ.