په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'پارون تر ټولو خوندي ځای'

د نورستان له لرې پرتو ولسواليو په دې تېرو څو کلونو کې د تاوتريخوالي بېښو راپورونه ډېر ورکول کېدل.

خو پارون، د نورستان مرکز داسې ځاى دى چې اوسېدونکي يې وايي نه په ټوپک، نه په تورې او چړې او نه هم په کاڼي په کې څوک وژل شوي دي.

دليل يې هم ځايي خلک خپل وياړلى کلتور بولي.

ازاد خبریال سیدعبدالله نظامي ورغلى چې خلک يې وگوري او ترې پوښتنې وکړي.