په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکرايين جګړه، د خلکو کړاو

د هالنډ او اسټراليا عدلي طب کارپوهان ښايي په اوکرايين کې د ماليزيايۍ الوتکې ځای ته ور رسېدلي وي، خو په نژدې سيمه کې جګړه لا روانه ده.

روسي پلوه بېلتونپالي داوه کوي چې د الوتکې لوېدو ځای سره نژدې يې لږترلږه لس اوکرايني سرتېري وژلي دي.

د بي بي سي خبريال جاناتن بيل د یاغيانو تر ولکې سيمې شاختارسک نه دا راپور را استولی، په داسې حال کې چې حکومت هڅه کوي له بېلتونپالو دغه سيمې بېرته ونيسي.