په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کراچۍ له سمندره نژدې ٤٠ مړي ايستل شوي

د پاکستان د کراچۍ ښار په سمندر کې له ډوبو شويو کسانو نه د نژدې ٤٠ وگړو مړي را ايستل شوي او چارواکي وايي چې د نورو لټون روان دى.

د اختر په ورځ له ٤٠ زيات وگړي چې د مېلې لپاره د سمندر غاړي ته ورغلي وو اوبو يوړل چې ډير په کې کم عمره هلکان وو.

د اغيزمن شويو کورنيو ځينو غړو په حکومت تور لگولى چې د پېښې سم لاسي وروسته يې گام نه وو اخيستى.

په مړو شويو کې گڼ پښتانه دي، د يوۀ ١٤ کلن هلک چې په دې پېښه کې مړ شوى کورنۍ يې ادعا کوي چې خپله يې مړى را ايستى او د پېښې ځاى ته چارواکي هغه مهال ورغلل چې په خبري رسنېو کې يې خبر خپور شو.

د دغه هلک پلار محمد زيب له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل: