په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چين زلزله ځپلو د ژغورنې چارې

په چين کې زلزلې ځپلې سيمې ته ژغورنکي په رسېدلو کې ستونزې لري.

زلزله د يکشنبې پر ورځ، په یون نان ولایت کې شوې او باور دی څلور سوه کسان یې وژلې دي.

ژغورونکې ډلې په نړېدلو ودانیو او ویجاړو کورونو کې په لټون بوخت دي خو د ځمکې ښوېدنې خطر او زورور باران ستونزې ورته پيدا کړې دي.