په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست کې د وزيرستان کډوالو ستونزې

د افغانستان په خوست ولايت کې شاخوا ۱۰۰ زره وزير کډوال ځاى پر ځاى شوي چې ډېر يې په خيمو کې اوسېږي.

د څښاک د اوبو نشتوالى د دغو کډوالو لويه ستونزه ده.

ماشومانو ته ښوونځي هم نشته. دوى په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له عملياتو وروسته له ډيورنډ کرښې اوښتي دي.

ځينې نور پکتيا کې دېره دي.

الياس وحدت د خوست يوه پنډغالي ته ورغلى دى.