په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا کې د لومړۍ نړيوالې جګړې ياد

د دوشنبې پر ورځ برتانیا هغه میلیونونه کسان یاد کړل چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دوشنبې شپه، ټیک هغه دقیقه چې، ۱۰۰ کاله وړاندې، جګړه پیل شوه، سلګونه، لوړو او تاریخي ودانیو خپل څراغونه مړه کړل.

دا چاره د هغه مهال د یوه سیاستوال د خبرو په الهام تر سره شوه چې ويلي و: له ټولې اروپا رڼا ځي، څراغونه مړه کېږي، او موږ به یې په خپل ژوند بیا لګېدلي و نه وینو.