د رایو شمېرنه او ارزونه؛ پڅ او ناهمغږی بهیر

د خپريدو وخت: 12:21 گرینویچ - سه شنبه 05 اگست 2014 - 14 زمری 1393
    • نابشپړ کار؟

      د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکي، افغان او نړیوال څارونکي، د کاندیدانو استازي او مشاهدین هره ورځ تر دغو اوسپنیزو چترونو لاندې د میلیونونو رایو د ارزونې چارې مخته وړي. سل کاري ډلې په څلورو سالونونو کې کار کوي. په هره ډله کې د کمیسیون دوه کارکوونکي، د کاندیدانو دوه استازي، لږترلږه د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو د ازادو او عادلانو ټاکنو د بنسټ یو- یو استازی موجود وي.

    • تنګ سالونونه

      د کمیسیون کار کوونکي بوختې ورځې لري. هرکله چې د یوه صندوق د رایو ارزونه بشپړه شي، دغه کارکوونکی بل صندوق پرانیزي، چې په دې توګه تر اوسه له نژدې درویشتو زرو صندوقونو د کابل مرکزي دفتر ته یویشت زره شپږ سوه او درې صندوقونه کابل ته لېږدول شوي.

    • د ارزونې او بیاشمېرنې ډلې

      په هره ډله کې د کمیسیون دوه کارکوونکي، د کاندیدانو دوه استازي او د اروپايي ټولنې، م. م او د ازادو او عادلانو ټاکنو د بنسټ یو- یو استازی حضور لري. په تېرو نژدې درو اونیو کې د ارزونې بهیر پنځه ځلې ډرول شوي، هره ورځ باید لږترلږه د زرو صندوقونو ارزونه وشي. خو تر اوسه ایله د درو زرو صندوقونو ارزونه بشپړه شوې ده.

    • صندوقونه

      لومړی هغه صندوقونه وارزول شول، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لومړی رسول وي وو. پر هر صندوق د اړوند ولایت، ولسوالۍ نومونه او د صندوق پرله پسې شمېره لیکل شوي، د رای اچونې ځای چې ایا ښځینه وو او که نارینه.

    • د هرې رایې ارزونه

      که چېرې اچول شوې مشکوکې وخېژي، نړیوال څارونکي، د دواړو کاندیدانو استازي او د کمیسیون کارکوونکي یې ارزوي او بیا یې هره رایه شمېري.

    • د ابطال پر سر اختلاف

      د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې پرمهال، کارکوونکي، څارونکي او د کاندیدانو استازي راپور ورکوي، یانې هرڅه چې په سترګو ګوري هغه ثبتوي.

      خو اختلاف پر دې دی، چې کومې ځانګړتیاوې لرونکې رایې باید باطلې وګڼل شي.

      که څه هم د پاکو او ناپاکو رایو ترمنځ د توپیر کولو لپاره د کمسیون او د ملګرو ملتونو له لوري تګلارې او معیارونه ټاکل شوي، خو لاهم د دواړو کاندیدانو ډلې پر خپلو معیارونو ټینګار کوي.

    • د درغلۍ نمونې

      ښۍ خوا ته انځور:

      د ملګرو ملتونو یو څارونکی وايي، که چېرې په یوه صندوق کې تر شلو ډېرو رای پاڼو کې تر شلو ډېرې ورته نښې د یوه کاندید په ګټه ولیدل شي، دغه رایې باطلې اعلانېږي. خو د کاندیدانو استازي وايي، ورته نښې مشخصول ستونزمنه چاره ده.

      د منځ عکس:

      د یوه کاندید استازی وايي، د رای اچوونکي یوه داسې رای پاڼه یې ومونده، چې د کاندید لاسلیک پکې نشته. دی واي، دغه جعلي پاڼه ده، خو د کمیسیون کارکوونکي وايي، یوازې د محل د مشر لاسلیک کافي دی چې د نیوکې ځای پکې نشته.

      کيڼ انځور:

      د ټاکنو کمیسیون یو کارکوونکی څارونکو او د دواړو کاندیدانو استازو ته یوه معلوماتي فورمه ورښيي چې وايي د صندوق پر شا له لیکل شویو معلوماتو سره سر نه خوري.

    • له ارزونې او بیا شمېرنې وروسته

      کله چې ارزونه او بیا شمېرنه بشپړه شي، د کمیسیون کارکوونکي هغه پاڼې بېرته په صندوق کې اچوي، چې ترې رایستلې یې دي.

      پر دې سربېره، د ټاکنیز کمسیون د ارزونې د تګلارې پاڼې (چک لیست) هم په صندوق کې اچول کېږي.

      په دې پاڼه کې د کمیسیون او ملګرو ملتونو له خوا د ازونې لپاره شپاړس ورکړل شوي معیارونه دي، چې د رایو ارزونې او بیا شمېرنې پرمهال ډکېږي.

    • د ارزونې نښې او شمېرنه

      د ټاکنو خپلواک کمسیون کارکوونکي د رایو تر ارزونې او بیاشمېرنې وروسته، صندوقونو ته زرغونې او آبي پټۍ ورکوي.

      هغه صندوقونه چې یوازې ابي پټۍ ترې راتاو شوې، هغه صندوقونه دي، چې یوازې ارزول شوي، خو هغه چې آبي او زرغونې پټۍ لري، هم ارزول شوې او هم یې رایې شمېرل شوې دي.

    • مهر او موم شوي

      د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دواړو کاندیدانو استازو ته د ارزونې پاڼې ورکړې.

      په دې پاڼو کې د ارزونې اړوند صندوقونو جزییات رسول کېږي.

      هغه صندوق چې له محل نه مرکز ته مهر ولام او موم شوی راغلی وي، دوی یې مهر او موم له منځه وړي. او بیا یې رایې له سره شمېري.

    • په ځینو صندوقونو کې د رایې اچونې د ورځې ټول توکي لیدل کېږي.

      په دغه صندوق کې د رای اچونې د ورځې توکي نه شته، او د کمیسیون کارکوونکی هڅه کوي چې هغه پیدا کړي.

      د رای اچونې په ورځ د رای اچونې ټول جزییات په مل شوې (ورځپاڼه) کې درج شوي وي.

    • د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنیز استازي د رای شمېرنې او ارزونې د بهیر په اړه ډېر اختلاف لري. ځینې دغه استازي د ارزونې او بیا شمېرنې په اړه کافي روزنه او معلومات نه لري، او ډېری وخت د نظر یووالی موجود نه وي.

    • د ارزونې او بیا شمېرنې وخت څومره دی؟

      د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، هره ورځ یې د زرو صندوقونو د ارزونې هدف ټاکلی دی.

      که چېرې چارې د کمیسیون په زړه مخته ولاړې شي، په راتلونکو شلو ورځو کې به د ارزونې بهیر بشپړ شي.

    • څارونکي:

      د رایو بیا شمېرنې او ارزونې بهیر د څه باندې دوو زرو څارونکو له خوا څارل کېږي.

      د څارونکو دنده دا ده چې د بیاشمېرنې بهیر څرنګه مخته ځي، رایې څرنګه ارزول کېږي، او ایا هرڅه پر خپل ځای سم مخته ځي او که څنګه

      د اروپايي اتحادیې یو څارونکی وايي، د کاري ډلو ستونزې ډېرې دي چې د حل لپاره یې نورو هڅو ته اړتیا ده.

    • خوښ کمیسیون

      د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ارزونې او بیاشمېرنې بهیر په چټکۍ سره روان دی، او په دې بهیر کې هېڅ ستونزه نه ده رامخې ته شوې.

      دغه کمسیون وايي، کاري ډلې په ډېر دقت او خوارۍ سره هڅه کوي چې د ارزونې بهیر ژر پای ته ورسېږي.

      په دې انځور کې د ټاکنو خپلواک کمسیون مشر احمد یوسف نورستانی د امریکا د سفارت له استازي سره د ارزونې په اړه توضیحات ورکوي.

    • امریکا پر ټاکلي وخت د ارزونې ټینګار کوي

      په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال میشل مک کیني د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته تللی و او د رایو ارزونې بهیر یې له نژدې وکوت.

      د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټولو رایو بیا ارزونې بهیر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب یوه توافقي موضوع وه. امریکا دغه بهیر جدي ګڼلی و، او افغانستان ته یې خپل څارونکي واستول.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .