په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزه کې اوربند او د سولې خبرې

په غزه کې د اوربند اوږدمهاله ټينګښت په موخه د مصر پلازمېنه قاهره کې ډيپلوماټيکې هلې ځلې روانې دي.

په داسې حال کې چې په خپله په غزه کې اوربند دوهمې ورځې ته ننوتلی، چارواکي اوس د فلسطيني او اسرائيلي ډلو ترمنځ په منځګړتوب بوخت دي.

د غزې پلورنځي او بازارونه بيا پرانيستل شوي او خلک خپلو مېنو ته ستنېږي، چې وګوري کورونو او کاروبارونو ته یې څه پېښ شوی دي.