په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هرات منارو خونديتابه تدبيرونه

د افغانستان د هرات په ولايت کې پر هغه سړک د ګاډو تګ راتګ منع شوى چې د لرغونو منارو ترمنځ غځېدلى دی.

د څو پېړيو پنځو منارو له ډلې يوه په دې وروستيو کلونو کې کږه شوې ده.

د دغو څليو ترمنځ پر غځېدلي سړک پخوا درانه موټر درول شوي وو خو اوس د ملگرو ملتونو د کلتوري ټولنې يونسکو له اندېښنې وروسته پر وړو گاډو هم بنديز لگېدلى دى.

محمد قاضي زاده يې ليدوته ورغلى و، او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.