په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نشه يي توکو پېروپلور پټه انټرنېټي شبکه

پر انټرنېټ پېروپلور اوس عام شوى خو د نشه يي توکو خرڅلاو ته په کې لا ډېر د چا پام نه و.

بي بي سي داسې يوه انټرنېټي شبکه موندلې چې د افغانستان هېروين او د نړۍ د نورو سيمو چرس يې له لارې پلورل کېږي.

داسې ښکاري چې په څه کم يو کال کې پر دغې وېبپاڼې د ناقانونه نشه يي توکو د پلور کچه دوه برابره زياته شوې ده.